سیاست

جمهور رئیس د ټاپي پروژې د کارپه اختتامیه مراسمو کې: ټاپي یوازې پروژه او اقتصادي دهلېز نه، بلکې د هغه لیدلوري اساس دی چې ناامني، فقر، بې وزلي او وزګارتیا به ختمه کړي

کابل باختر د کب د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني او ورسره لوړ پوړي دولتي پلاوي ته يې پرون سهار د ترکمنستان سلیم چشمه سیمه کې د ترکمنستان د جمهور رئیس مرستیال ښه راغلاست ووایه او همدارنګه ماشومانو ورته ډوډۍ او د ګلونو ګېډۍ ورکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
وروسته جمهور رئیس غني د ترکمنستان د جمهور رئیس، د پاکستان د لومړي وزیر او په بهرنیو چارو کې د هند دولت د وزیر په ملتیا د ټاپي پروژې د کارپه اختتامیه مراسمو کې د ګډون په موخه د غونډې تالار ته چې د څلور واړو هېوادونو لوړ پوړو پلاویو او بهرنیو ډيپلوماتانو په کې حضور درلود، تشریف یووړ.

د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف جمهور رئیس غني او د نورو هېوادونو مشرانو او راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ټولو ته د دغې مهمې پروژې د تطبیق مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، ترکمنستان د ټاپي پروژې د تطبیق ترڅنګ له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد (ټاپ)، د تورغونډۍ د اورګاډي کرښې او نوري فایبر د جوړولو پلان لري. 
ښاغلي محمدوف څرګنده کړه، ترکمنستان د ګازو بډای زېرمې لري او د ګازو د صادرولو سیاست او صادراتي تګلوري تعقیبوي، ځکه دا زموږ د هېواد لومړیتوب دی. هغه زیاته کړه، د دغو پروژو پرانیسته یو نوی پړاو او د ګازو نل لیکه د دې سیاست ښودونکې ده.
ده وویل، ټاپي پروژه د اړوندو هېوادونو (افغانستان، پاکستان او هند) دپایداره پرمختګ او د انرژۍ د اړتیاو د تامین لپاره ګټوره ده.
د ده په وینا دا پروژه به د سیمې د اقتصادي ودې، سولې او ثبات د تامین او د کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې پام وړ رول ولري.
د ترکمنستان جمهور رئیس د اسیا پراختیایي بانک څخه د ټاپي او اړونده نورو پروژو د تمویل له امله مننه وکړه، هغه زیاته کړه، د نوري فایبر پروژه به هم د ترکمنستان د مخابراتو وزارت له لوري له افغانستان او پاکستان سره په بریالیتوب ترسره شي.
ده څرګنده کړه چې هېواد یې له افغانستان سره د ترانسپورټ په برخه کې هم ښې اړیکې او همکاري لري چې د ترکمنستان، تاجکستان او افغانستان د اورګاډي کرښه زموږ تر منځ د نږدې ترانسپورټي اړیکو ښودونکې ده. هغه زیاته کړه، د تورغونډۍ ۱۳ کیلو متره جوړې شوې کرښې ظرفیت به نور هم زیات کړو.
ښاغلي محمدوف وویل، د اورګاډي دغه کرښې به د هېوادونو ترمنځ د توکو په لېږد رالېږد کې موثر رول ولري او خصوصاً د سیمې او نړۍ هېوادونو ته به د افغانستان د توکو صادرول اسانه کړي.
د ترکمنستان جمهور رئیس یادونه وکړه چې د ترکمن باشي بندر له لارې به امکانات برابر شي چې له دې لارې افغانستان له ترکیې او اروپا سره وصل شي. هغه زیاته کړه،  افغانستان او د سیمې هېوادونو سره د پراختیا په حال کې د ترکمنستان د اورګاډي کرښه د ښه ګاونډیتوب نښه ده.
ښاغلي محمدوف وویل، ترکمنستان د انرژۍ په برخه کې هم له افغانستان سره ښه همکاري لري، ځکه افغانان له څو کلونو راهیسې له دې برېښنا څخه په مناسبه بیه استفاده کوي چې د برېښنا په برخه کې به شته همکارۍ نوره هم زیاته او نوي سټېشنونه جوړ کړو.
د هېواد جمهور رئیس د ټاپي پروژې د کار اختتامیه مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، نن موږ په ګډه د سیمه ییزې همکارۍ جشن نیسو او افغانستان د دغې همکارۍ د وصل مرکز دی. هغه همدارنګه د ترکمنستان جمهور رئیس ته د دغه هېواد د بې طرفۍ د سیاست  او په بریالیتوب د اسیا المپیک سیالیو د ترسره کولو مبارکي وویله چې په سیمه کې یې ښې اړیکې ایجاد کړي دي.
جمهور رئیس د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې د ترکمنستان د نېکې ارداې او همکارۍ قدرداني وکړه او وې ویل، ترکمنستان لومړنی هېواد وو چې د وصل د نقطې په توګه یې د افغانستان ظرفیت درک کړ او په دې برخه کې یې پانګونه وکړه او له همدې امله د ټاپي تصور په عمل بدل شو چې نن ټاپي د لمس وړ ده او څلورو واړو هېوادونو ته یې د دغې مهمې پروژې د کار د پیل مبارکي وویله.
محمد اشرف غني له افغانستان سره د ټاپي پروژې د اتصال په برخه کې د ترکمنستان هېواد د ښه مدیریت او هلو ځلو قدرداني وکړه او له جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف څخه یې هیله وکړه چې دغه کارکوونکي تقدیر کړي، ځکه دوی نه یوازې ترکمنستان، بلکې د افغانستان ، پاکستان او هند لپاره کار وکړ او موږ یې قدرداني کوو.
جمهور رئیس د ترکمنستان له جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف څخه له دې امله مننه وکړه چې ټاپي پروژه یې په اقتصادي او انکشافي دهلېز بدله کړه. هغه زیاته کړه، د افغانستان سیاست د وصل سیاست دی، نه د جدایي او موږ غواړو ټولو ګاونډیانو سره د ښو مناسباتو تر څنګ منظمه اقتصادي همکاري هم ولرو.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، افغانستان یو ځل بیا د سیمې هېوادونو د همکارۍ په مرکز بدلېدونکی دی. هغه زیاته کړه زموږ ښارونه ازاد او مرتبط ښارونه وو او متفکرینو مو هم د سیمې هېوادونو له متفکرینو سره نږدې اړیکې لرلې، موږ ټول باید هغه درک کړو.
جمهور رئیس وویل ، د دغو اقتصادي پروژو په تطبیق سره به د اړوندو ولایتونو ټول خلک هوساینې ته ورسېږي، ځکه اقتصادي هوساینه د فزیکي، اجتماعي او سیاسي هوساینې اساس جوړوي.
جمهور رئیس غني د پاکستان لومړي وزیر څخه د دغې پروژې د تعقیب له امله مننه وکړه،  وې ویل، دا پروژه نړیوالو ته دا څرګندوي چې د سیمې هېوادونه د اقتصادي هوساینې مشترکې نتیجې ته رسېدلي او هیله ده چې د دغې پروژې له تطبیق سره د سلګونو نورو پروژو زمینه برابره شي.
جمهور رئیس وویل، ټاپي یوازې پروژه او اقتصادي دهلېز نه، بلکې د هغه لیدلوري اساس دی چې ناامني، فقر، بې وزلي او وزګارتیا ته به د پای ټکی کېږدي. هغه زیاته کړه، د دغو څلورو هېوادونو پایداره توسعه به نړۍ ته دا وښیي چې طلایي عصر نه یوازې ممکن، بلکې عملي او د لمس وړ دی.
ورپسې د پاکستان لومړي وزير شاهدخاقان عباسي دغو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، ټاپي پروژه ډېر خاص فرصت دی او د ترکمنستان جمهور رئیس څخه یې له دې امله مننه وکړه چې د ګازو نل لیکه یې په انرژۍ او انکشافي دهلېز بدله کړه او دا یې د سیمې د ودې او انکشاف لپاره ډېره مهمه وبلله.
هغه زیاته کړه، موږ ټول په دې برخه کې بریالي او ګټونکي یوو او له ترکمنستان، افغانستان او هند څخه یې د دې پروژې د پیل او تطبیق له امله مننه وکړه او دا پروژه یې د افغانستان لپاره ګټوره وبلله چې ترڅنګ به یې نورې مختلفې پروژې هم جوړې شي.
په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر مبشر جواد اکبر د ترکمنستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار اختتامیه مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، د ویاړ ځای دی چې موږ نن ګډه او لویه لاسته راوړنه لرو. موږ یو د بل خدمت کې یوو او همکاري کوو او څومره چې خپله همکاري زیاته کړو، نو همغومره د سیمې او ولسونو لپاره ګټوره ده.
ده وویل، د هند لومړی وزیر په دې نظر دی چې په سیمه کې د همکارۍ فرصتونه زیات او د ناامنۍ عناصر له منځه یوسو او ټاپي پروژه د دې لپاره ځکه ډېره مهمه ده، چې ټاپي جغرافیه او فرصت دی  او هند به په دې پروژه کې له تخنیکي پلوه زیاته مرسته وکړي.
هغه څرګنده کړه، د ترکمنسنتان د جمهور رئیس له ښې رهبرۍ پرته ټاپي په حقیقت نشوه بدلېدلی. هغه زیاته کړه، نوري فایبر د ورېښمو لارې ښه بدیل او مثال دی . هغه زیاته کړه، ټاپي یوه کیلي ده او باور دی چې دا به په ښه لاسته راوړنه بدله شي.
د دغو مراسمو په پای کې د افغانستان او ترکمنستان د جمهور رئیسانو، د پاکستان د لومړي وزیر او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر په حضور کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان او همدارنګه د افغانستان او ترکمنستان استازو د همکارۍ دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل. 

ورپسې جمهور رئیس غني د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف له لوري د دوی او د نورو هېوادونو د مشرانو او لوړو پوړیو پلاویو په ویاړ جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او له غرمنۍ وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته