خبرونهامنیتټولنه

اعلاميه

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
دغزني د خبريالانو اتحاديې د رييس رحمت الله نيکزاد د شهادت په اړوند د حج او اوقافو وزارت اعلاميه.
په ژورې خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې دغزني د خبريالانو د اتحاديې رييس رحمت الله نيکزاد د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا پرون په ناځوانمردانه ډول شهيد شوى دى.
د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت مشرتابه د هغه شهادت د هېواد خلکو او د مطبوعاتو کورنۍ ته يوه ستره ضايعه بولي او د الله ج له دربار څخه دغه شهيد ته د فردوس جنت او د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته د جميل صبرهيله کوي.
دغه راز د حج او اوقافو وزارت مشرتابه د دغه تروريستي بريد په غندنې سره په ملکي وګړو، ټولګټو تاسيساتو او دهېواد د رسنيو په کارکوونکو بريد د بيان پر آزادۍ بريد او د بشريت پرخلاف جنايت بولي او څرګندوي په داسې حال کې چې د سولې خبرې دوام لري دغه شان غير انساني او غير اسلامي عملونه هيڅ رازتوجيه نلري.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته