امنیت

په قندهار کې دنهو تنو وسله والو طآالبانو وژل کيدل .

کابل- باختر د چنګاښ  دريمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې  ددوو پيښو په بهير کې  ووژل شول .
  دغه پيښې تيره شپه دقندهار ښار ته  څيرمه او په پنجوايي  ولسوالۍ کې شوي دي  چې يوې ډلې وسله والو طالبانو  دافغان امنيتي  ځواکونو په يو کاروان او په يوې پوستې بريد وکړ .
دقندهار ولايت يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ددغې ډلې له اتوتنو افرادو سره ووژل شو .
ويل کيږي چې يو وژل شوى جګړه مار پاکستاني دى.  ددغه امنيتي مقام دڅرګندونو له مخې، په دغو نښتو کې افغان امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته