-کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان په لوګر ولايت کې د نويو نښتو له امله ووژل شول او يوشمېر نور ټپيان شول .
دغه جګړې نن سهار وختي په دريو بجو او ديرشو دقيقو په پل علم ښار پورې اړوند د الوزو په کلي کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر نثار احمد عبدالرحيم زي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړوکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول .
ده په دغوجګړوکې د دوو تنو پوځيانو تپي کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې د جګړو په پاى کې پوځيانو د طالبانو څو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل