سیاست

دجمهوري رياست په انتخاباتو کې له دولت جوړونکي ټيم سره دبلخ دزرګونو اوسيدونکو ملاتړ .

-کابل باختر د وږي ٢٢مه :
دبلخ په زرګونو  اوسيدونکو په يوه غونډه کې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دمحمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړونکي ټيم سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې چې دمزارشريف په ښار کې په سينالوبغالي کې جوړه شوه د بلخ په زرګونو اوسيدونکو ، دځينوسياسي ګوندونو يوشمېر مسوولانو ،محصلانو  او مدني فعالانو برخه لرله .
دهېواد په  شمال کې دحرکت اسلامي ګوند مسوول  او په پارلمان کې دبلخ  دخلکو استازي ظاهر مسرور  په دې غونډه کې وويل چې دولت جوړونکى ټيم په هغو پروګرامونوسره چې لري يې  کولاى شي افغانستان دامنيت او پرمختګ له پلوه لوړو  پوړيو  ته ورسوي .
سناتور محمد انور هم په دې غوڼده کې وويل چې محمد اشرف غني او دهغه ټيم کولاى شي افغانستان له اقتصادي  او امنيتي بحران څخه چې ورسره لاس او ګريوان دي وژغوري .
دغه راز ددولت جوړونکي ټيم دانتخاباتي کمېسيون غړي غضنفر  په خبرو کې دهېواد دبيا جوړولو ، پرمختيا ، امنيت او داقتصاد دودې په برخو کې دافغانستان لپاره ددغه ټيم  پروګرامونه بيان کړل اوپه دې غونډه کې دبلخ دخلکو دپراخ  شتون قدرداني وکړه .
دتلې دمياشتې دشپږمې نيټې په نږدې کېدو سره  چې دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو ورځ ده دهېواد په ګوټ ګوټ کې دنوماندانو هلې ځلې لاپسې  پراخې شوي دي .
  ختم-  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته