خبرونهورزش

په خوست کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ  پیل شوې

کابل، د مرغومې ۶مه، باختر

د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولین وايي چې په دغه ولایت په ملي اماني لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ  پیل شوې.

د یادو لایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د مسوولینو په وینا په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې شتون لري، چې یوه نیمه میاشت به روانې وي او هره ورځ به دوه لوبې ترسره کېږي چې نن یې لومړۍ لوبه د متون بابا او کلوب اتلانو ترمنځ ترسره شوه، چې متون بابا لوبډلې دا لوبه د ۴/۱ په توپیر وګټله.

د یادونې وړ ده چې نن په هملند کې هم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سيالۍ پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته