ټولنه

له بې ځايه شويو خلکو نغدي مرسته وشوه .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
په تخار ولايت کې له اته سوه بې ځايه شويوکورنيوسره نغدي مرسته وشوه .
دتخار دوالي وياند سنت الله تيمور باختراژانس ته خبرورکړ  دغه نغدي مرسته دخيريه موسسو له خوا په دغه ولايت کې دجګړې له امله له بې ځايه شويو  خلکو سره وشوه
ده زياته کړه دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان  عالي کميشنري يا يو يو ان اچ سي ار له اته سوه بې ځايه شويوکورنيو سره  دتخار دوالي دآکتر  ضيا ، دولايتي شورا داستازو او دمهاجرينو د راستنولو دچارو رياست داستازي په وړاندې دغه مرسته  وويشل شوه .
ده وويل دژمي دموسم په رارسيدلو سره ديو ان اچ ار موسسې له خوا هرې بې ځايه شوي کورنيو ته دوه سوه امريکايي ډالره ورکړل شول ..
داپه داسې حال کې ده چې پرون دميشن موسسې له  خوا ژمني توکي، په جګړې  ځپلو ، معلولينو او هغو کورنيو چې دتخار په بيلابيلو سيمو کې په بې وزلې کې شپې سبا کوي وويشل شول .  تراوسه پورې دوروستيو  جګړو له امله له دوه زره بې ځايه شويوکورنيو سره دژمنيو توکو لازمې مرستې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته