امنیت

په کابل کې ديو مقناطيسي ماين چاودنه په قسمي ډول ديو موټر دويجاړيدو سبب شوه

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١٩ :
دکابل ښار دلومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې ديو مقناطيسي ماين  چاودنه په قسمي ډول  ديو موټر دويجاړيدو سبب شوه .
دکابل ښار دپوليسو دلومړۍ  حوزې آمرې جميلې بياض  ددغې پيښې دتائيدولو په ترڅ کې دباختر آژانس خبريال ته وويل چې مقناطيسي ماين   په يوه هايلکس ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوى و.
پيِښه دکابل ښار  دميوند واټ په ساحه کې رامنځته شوه چې   په قسمي ډول   يوازې  دموټر دويجاړيدو سبب شوه.
په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوِښتى .
ديادونې وړ ده چې دروان کال  دتلې دمياشتې په لسمه نيټه  دکابل ښار په نهمې ناحيې پورې اړوند په بنايي ساحه کې  ديوه مقناطيسي ماين چاودنه دخلکو دوارخطايي سبب شوه .
په هغې کې هم دسر زيان او مالي تا وان نه و اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته