ټولنه

د( مقام دبين المللي موسيقي جشن جوړ شو

کابل باختر دوږي  نولسمه :
د( مقام )  دنړيوالې موسيقي جشن  دازبکستان په  سبز  ښار کې  جوړ شو .
دباختراژانس  دخبرله مخې ، دازبکستان جمهور رييس شوکت ميرضيا يف ددغه  جشن  دپرانستلو په مراسمو کې وويل  په هغې نړۍ کې چې موږ  ژوند کوو  له  ډول ډول ګواښونو او دښمنيو سره  مخامخه ده  ، موسيقي  چې له ژباړونکي پرته  په مليونونو بېلابېل  مليتونه  متحد کوي اوله پخوا زيات  ددوستى  ،  همکارى  او تفاهم  جرړي  ټينګوي .
ده زياته کړه چې  نن دازبکستان  په ميلمه پال او ګران هېواد کې  دهغه  په يوه ښکلي ښار کې يعني   سبز ښار کې  دنړۍ دڅه دپاسه  اويا هېوادونو  دموسيقي  ستر استادان او جګپوړو  دولتي مقاماتو په فرد پورې  په دې منحصر  جشن کې  دګډون  په مقصد راټول شوي دي .
ده زياته کړه دسولې او دوستى دسفيرانوپه توګه  ددرنو هنرمندانو شتون چې دموسيقي دلارې  دبېلابېلو  خلکو معنوي ښکلاوې  نندارې ته وړاندې کوي  دجشن دښکلا  او ارزښت څرګندوى ده .
  ميرضيا يف  زياته کړه چې دموسيقي هنر  په نړۍ کې  دمليونونو تنو انسانانو دژوندانه  يوه نه جلاکيدونکي برخه ده ،  هنرمند انسانان دموسيقي په وسيله  خپلې  ژورې  داخلي  ولولې  څرګندوي  او دخپل هنر له لارې  وګړنيو ادبياتو ته  وده او انکشاف ورکوي  او له يونسل څخه بل نسل ته يې  ليږدوي .
  ده زياته کړه  چې ددغه  جشن دجوړولو اساسي موخه  دهغو هنرمندانو درناوى دى  چې په رياضت او زغم  سره  دهنر دبدلون لپاره هلې ځلې کړي دي او راتلونکي نسل ته يې ارزښتناک ميراث  پريښى دى . او پرې ږدي .
ديادونې وړ ده  چې په دې جشن کې  دافغانستان  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  فرهنګي معين  پوهاند محمد رسول باوري  دجمهور رييس  مير ضيا يف  دخاصو ميلمنو په ډله کې  هم ګډون درلود . 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي چارو معين  دپرانستوونکو مراسمو په بهير کې له ميرضيا يف سره وکتل او ددغه نړيوال جشن   د جوړولوپه مناسبت يې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دمشرتابه مقام  محمد اشرف غني  ښې هيلې او مبارکى  ورسولې .
  ددغه جشن په دويمه ورځ  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي چارو معين  دازبکستان داطلاعاتو له وزير سيف الدين بختياراوف سره وکتل  اوددغه جشن له امله دمبارکى  دويلو په ترڅ کې يې  هغه ته بلنه ورکړه  چې په يوه مناسب فرصت کې  افغانستان ته  سفر وکړي .
   په مقابل کې  بختياراوف  دفرهنګي معين  دبلنې له امله  په کور ودانۍ سره  ژمنه وکړه  چې په يو مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي . او دافغانستان خلکو ته يې دسولې ارامۍ ، ترقۍ  او نيکمرغۍ هيله وکړه .
پوهاند باوري  ترمز ښار ته  په  راستنيدو کې  په داسې حال کې چې  دسرخان دريا  ولايت  دمرستيال له خوا بدرګه کيده  ددوو سترو  ديني عالمانو امام عيسي  ترمزي او امام حکيم ترمزي زيارتونه  چې په  ښکلي  ډول او د پخواني  اصالت  په ساتنې سره  بيا رغول شوي دي  وکتل  او ددغو دوو  لرغونو ځايونو بيا رغاونه يې  دلرغونپوهنې  دعلم په لحاظ  عالي وبلل .
  دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي چارو معين  ددغه سفر  تر څنګ  په ازبکستان کې  دافغانستان داتباعو امير تيمور موزيم ، لرګينې مدرسه ،  دموسيفي موزيم او دروزنيز تعليمي مرکز بېلابېلې برخې وکتلې  او دتعليمي مرکز له محصلانو سره  په غونډه کې  خبرې وکړې  او محصلان يې  دعلومو زده کړې ته وهڅول . او دهغوى ستونزې يې واورېدې او ژمنه يې وکړه  چې دمحصلانو ستونزې اړوندو ادارو ته ليږدوي . هغه دوه ستونزې چې دمحصلانو له خوا طرحه شوي يوه يې  د اعاشې نه ليږدونه  او بله يې  داوسپنۍ  دپټلى دڅانګې دمحصلانو دبرخليک  نامعلوم والى و ،  چې تراوسه پورې  لوست يې  نه دى پيل  شوى .  او دازبکستان په عالي انستيتوت کې دزده کړې دوام دجمهور رييس محمد اشرف غني  دژمنې له مخې دى .  چې دلوړو زده کړو وزارت او په خپله  په جمهور رييس پورې   اړه لري .
بايد وويل شي  چې  دغه جشن له هر يوه کال وروسته  دازبکستان په بېلابېلو ښارونوکې جوړيږي  چې دافغانستان هنرمندانو هم پکې ګډون کوي .
په پخواني جشن کې دبدخشان دمحلي موسيقۍ هنرمندانو  لومړي مقام ترلاسه کړ ، اوسږ کال هم په دغه جشن کې دمحلي موسيقي دهنرمندان يوې ډلې ګډون کړى  و.
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته