سیاست

جمهور رئیس غني: د افغانستان دښمنان د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته نشي رسېدلی

کابل – باختر د غبرګولي د میاشتې د ۱۶
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په استیناف محکمه د انتحاري برید په غبرګون کې چې په پایله کې یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول وویل، د افغانستان د سولې او پرمختګ دښمنانو یو ځل بیا د پردیو په اشاره زموږ په بې ګناه هېوادوالو برید وکړ.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند ددفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي
جمهور رئیس غني د هېواد  امنیتي او دفاعي مسوولینو ته  د عامه تاسیساتو او خلکو د امنیت د  تامین په خاطر د لازمو لارښوونو ترڅنګ وویل، د افغانستان دښمنان بایدپه دې پوه شي چې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو او زموږ د بې ګناه خلکو په وژلو سره هیڅ وخت خپلو شومو موخو ته نشي رسېدلی.
جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې هغوی ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د سالمې روغتیا دعا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته