اقتصاد

په کندزکې د شولو په حاصلاتوکې زياتوالى راغلى دى

کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
په کندز ولايت کې د شولو په حاصلاتوکې دتيرکال په پرتله په سلوکې شل زياتوالى راغلى دى .
دکندز ولايت دکرنې او اوبولګولو د رياست  د زراعتي چارو آمر عبدالبصير فقيري باخترآژانس ته وويل: سږ کال په کندز ولايت کې په څه دپاسه شپږ اتيا زره هکتاره ځمکه کې شولې کرل شوې وې چې درې زره دوه نوي ټنه حاصلات ترلاسه  شوي دي او دغه شمير دتيرکال په پرتله  په سلو کي شل زياتوالى ښيي .
ده زياته کړه: تيرکال په پنځه اويا زره هکتاره ځمکه کې شولې کړل شوې وې چې ورڅخه  اووه ديرش زره شپږ سوه اويا ټنه حاصلات ترلاسه شوي و .
فقيري زياته کړه: د وريجو دحاصلاتو دکچې دلوړولو په خاطر د وريجو د پروسس يوکوپراتيف په خان آباد ولسوالۍ کې جوړ شوى دى چې د شولو د نيالولو اته ماشينونه او د ريبلو څلور ماشينونه پکې فعاليت کوي او په دغه ولايت کې د شولو دکرلو او ميکانيزه کولو په لاره کې  هلې ځلې دوام لري . 
ويل کيږي شولې له غنمو وروسته په کندز ولايت کې دويم بوټي دي چې په پراخ ډول  کرل کيږي . توليد او پروسس کيږي او آن ګاونډيو هيوادونوته ليږدول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته