امنیت

دسمنګانو ولايت دملي اردو په ليکو کې دڅه ناڅه اووه سوه ځوانانو جذبول

کابل باخترد وري دريمه :
دسمنګانو ولايت څه ناڅه اووه سوه تنه ځوانان ددغه ولايت دجلب  اوجذب  قوماندانۍ له لارې دملي اردو په ليکو کې شامل شوي دي .
په سمنګانو ولايت کې دملي اردو جلب اوجذب  قوماندان ډګروال عبدالبصير  دباختراژانس خبريال ته وويل ځوانان دهغې خاصې علاقمندۍ  له مخې چې دهېواد او دخلکو ددفاع لپاره يې لري ددغه ولايت له بيلابيلو  سيمو څخه په داوطلبانه ډول حاضريږي چې دافغان پوځيانو له ليکو په تيره بيا له ملي اردو سره يوځاى شي .
عبدالبصير زياته کړه چې د ١٣٩٤ کال په بهير کې ددغه ولايت څه ناڅه اووه سوه تنه داوطلب  ځوانان يې دسرتيرو اوبريدملانو په توګه دملي اردوپه ليکو کې جذب کړي دي .
په سمنګانو ولايت کې داردو دجلب او جذب قوماندان ددغه ولايت له ځينو اوسيدونکو څخه چې له اتلس کلنۍ څخه تر څلويښت  کلني پورې  وي هم وغوښتل چې په هېواد کې ددايمي سولې او سراسري  امنيت دتامينولو په خاطر دملي اردو له ليکو سره يوځاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته