-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د درې زره ميګاواټو لمريزې برېښنا د توليدلپاره تفاهم ليک د افغانستان د دولت او د اماراتي شرکت ترمنځ لاسليک شو.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي باختراژانس ته وويل چې د دغې پانګې اچونې تفاهم ليک د دواړو شرکتونو د رييسانو ترمنځ لاسليک شو.
توحيدي وويل چې د دغې پروژې لومړنى اوفني څېړنې په نږدې راتلونکې کې پيل او وروسته د اړتياوو اوشرايطو په مشخص کېدو سره به پانګه اچونه وټاکل شي .
د هغه د څرګندونوله مخې؛د دغې پروژې لپاره پانګه او وخت سيمې ته په پاملرنې سره توپير لري .
هغه د دغه پروژې اجرا کول په افغانستان کې د انرژۍ د برېښنا د خودکفايي لپاره مهم ګام وباله او ويې ويل: افغانستان اوس د خلکود کورونو د روښانه کولو اود هېواد د اقتصادي څرخ د ګرځولو لپاره دوه زره ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري .
د برېښنا شرکت د څرګندونوله مخې؛ اسيايي پرمختيايي بانک د هېواد جنوب ختيځ ته د برېښنا رسولو لپاره او د کلنى اړتيا د لرې کولو لپاره له ايران ، ازبکستان ،ترکمنستان اوتاجکستان څخه څه ناڅه زر ميګاواټه برېښنا پيري چې درې سوه مليونه ډالره لګښت لري.
د دومره برېښنا د واردولو ترڅنګ د هېواد د برېښنا کورنى توليدات هم په کال کې له ٢٨٠څخه تر ٣٢٠ميګاواټه پورې اعلام شوى دى.
د کورني توليد څلور سلنه د حرارتي بټيو او دبدلون وړ انرژى له لارې دى او نور يې په ابي بټيو کې توليدېږي.
د انرژۍ او اوبو وزارت کابو څلور کاله مخکې اعلام کړى و، چې دغه وزارت يوپروګرام لري چې په څلوروکلونوکې د بدلون وړ منابعو لکه اوبه، باد او لمرڅخه ٢٠٠٠ميګاواټه برېښنا توليد کړي او هېواد دېبرېښنا انرژۍ لپاره خود کفايي ته ورسوي .
هغه ژمنه چې د وخت په بشپړېدو سره اوس هم تر تحقق موندلو پورې زيات واټن لري ، د دغه اندازې برېښنا د توليد لګښت شپږ مليارده ډالره اعلام شوى و .
توحيدي زياته کړه چې اوس هم په هېواد کې د لمريزې برېښنا توليد ترسره کېږي خو دغه اندازه موجود ظرفيت ته په پاملرنې سره ډيرلږ دى .
د لمريزې انرژۍ څخه په هېواد کې د بريښنا توليد اوس په قندهار،باميانواو هرات کې څه دپاسه څلويښت ميګاواټه دى .
د برېښناد توليد خنډونه ، د ښارونو وده او په وروستيو کلونوکې د اورښت کمښت ددې سبب شوى دى چې د برېښنا تامينول حکومت ته په جدي ستونزه بدل شي . ختم _ج _اکرم
5 2 دقیقې لوستل