کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٠ :
دوه تنه ماين ښخوونکي دخپل ماين قرباني شول .
دوه تنه ماين ښخوونکي دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې دخپل ماين قرباني شول .
دخاشرود ولسوال حاجي هاشم نوروزي دباخترآژانس خبريال ته وويل : دوو تنو ماين ښخوونکو پرون ماښام غوښتل دخاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسايطو ضد ماين ښخ کړي چې ماين وچاوديد او دواړه يې ووژل .
خبرځاى وويل : په دې چاودنه کې بل چاته زيان نه دى اوښتى.
3 د یوې دقیقې څخه لږ