امنیت

يو مدني فعال په ننګرهارکې ترورشو

کابل /دتلي ٢٠مه /باختر
په ننګرهار کې يو مدني فعال د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.
په عبدالرحمان ( معاون ) نن غرمه د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په ٤٠متره ساحه کې بريد وشو او ووژل شو.
د ننګرهار يو امنيتي خبرځاى د باختراژانس سره په اړيکه کې د دغه مدني فعال ترور تاييد کړ او ويې ويل چې د دغې پېښې دعاملينو د پېژندني او نيولو لپاره هڅې پيل شوي دي.
دغه راز د دغه مدني فعال کورنى له اسلامي امارت څخه غوښتي دي چې د دغه ترورعاملين وپېژني او سزا ورکړي.
ختم-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته