نړۍ

په عربستان کې دسيلاونو د راوتلو له امله لس تنه ووژل شول

رياض  نيوز نو  باختردلړم دمياشتې ٣ :
دمکې معظمې ښار دشمال په رابغ سيمه کې د سيلاونو د راوتلو له امله پرون لس تنه ووژل شول.
دسعودي عربستان مطبوعاتو وليکل چې دښاري مرستې او دفاع ډلو دلسو تنو ډوبو شويو کسانو مړي  په  رابغ سيمه کې  پيدا کړي  دي .
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې په قربانيانوکې دښځو اوماشومانو مړي هم ترسترګو کيږي.
دمکې معظمې دښاري دفاع د ادارې مطبوعاتي ويندوى وويل: اته تنه قربانيان ديوې  کورنۍ غړي وو.
د ٢٠٠٩ ميلادي کال په نوامبر مياشت کې دسعودي عربستان په جدې ښارکې دسيلاونو د راوتلو له امله  ١٢٣ تنه وژل شوي وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته