سیاست

حامد کرزی د افغانستان، پاکستان او ترکيې دری اړخیزه سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره ترکيې ته روان شو

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې ٢٢مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامدکرزی نن غرمه د افغانستان، پاکستان او ترکيې په دری اړخیزه سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د ترکيې پلازمينې انقرې ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس به په دغه دری ورځيني سفر کې د افغانستان، پاکستان او ترکيې په دری اړخيزه سرمشریزه غونډه کې په ګډون سربېره د ترکيې له جمهور رئيس عبدالله ګل او د ترکيې د صدراعظم رجب طیب اردوغان سره هم په جلاجلا توګه د افغانستان او ترکيې ترمنځ د دوه اړخیزو اړيکو د پراخیتا په اړه ليدنې او خبرې اترې وکړي.
د هېواد له جمهور رئيس سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي، د سولې د عالي شورا رئيس صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د نړیوالو چارو سلاکار یحيی معروفي، د جمهوري ریاست د عالي مقام ددفتر رئيس عبدالکریم خرم، د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست انجنیير رحمت الله نبیل، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئيس معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست د مطبوعاتو رئيس او ویاند اېمل فیضي هم ملګري دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته