اقتصاد

افغانستان اوايران خپلې تحارتي اړيکې پراخوي

کابل /د غبرګولې ٥مه /باختر
د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره ګډې هلې ځلې دوام لري.
اړونده مسوولين هلې ځلې کوي چې د سوداګريزې راکړې ورکړې بهير د اسانه کولو له لارې خپلې اړيکې پراخې کړي .
د هرات د والي مرستيال او په هرات کې د ايران سرقونسل په يوه غونډه کې د افغانستان او ايران ترمنځ د تجارتي اړيکو د پراختيا د لارې پرسر چلنجونه وڅېړل .
د هرات د والي مرستيال نور احمد حيدري په دې غونډه کې د اسلام قلعه د بندر لارې د تجارتي مالونو د سپرلۍ د باروړونکو موټرو د تګ راتګ کمښت ، سوداګرو او د تجارتي کاروانونو موټر چلوونکو ته د ويزې صادرول ، د دواړو هېوادونوترمنځ د سوداګرى د پراختيا د لارې پرسر پرته چلنجونه وبلل.
د ايران سرقونسل په داسې حال کې چې د هرات د سوداګرى اوپانګې اچونې د خونې ، د ګمرک او ترانسپورت مسوولين حاضر و، وويل : چې هېواد يې د افغانستان په شان د سوداګريزو اړيکو د پراختيا غوښتنه کوي.
هغه وويل: له افغانستان سره له تجارتي اړيکو د پراختيا د لارې پرسر د ستونزو د لرې کولو لپاره هلې ځلې کوي.
په هرات کې د ايران سرقونسل دغه راز وويل چې تجارتي کاروانونو ته به د اسانتياوو په برابرولو کې همکاري وکړي.
همدا اوس هره ورځ په لسګونو تجارتي کاروانونو د افغانستان او ايران ترمنځ تګ راتګ کوي.
د وړاندې شويو شمېرنوله مخې؛ افغانستان ته د ايران د صادراتوکچه څلوروملياردو ډالرو ته رسېدلى دى او ايران ته د افغانستان د صادراتوکچه له٤٠ څخه تر ٥٠ ميليونوډالرو پورې ده .
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته