ټولنه

د ښځو چارو وزارت مشرتابه هيئت د پريسا د وژنې عاملين وغندل

کابل / باختر/ د غويي د میاشتې ۲۹ مه
د را رسيدلو خبرونو له مخې، ٢٤کلنه اميدواره مېرمن پريسا چې د تايمنيو په ساحه کې د تاوتريخوالي له امله د يوه اپارتمان له شپږم پوړ څخه راغورځول شوې او ووژل شوې ده؛ د ښځو چارو وزارت مشرتابه هيئت د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالى په کلکه غندي او دغه شيطاني او جنايتکارعملونه د انساني او اسلامي زده کړو او ارزښتونو او دهېواد د نافذه قوانينو او د بشر د حقوقو خلاف عملونه بولي.
دغه وزارت د هېواد له قضايي، عدلي او امنيتي بنسټونو څخه غواړي چې دغه جنايتکاران چې د دغه تاوتريخوالي لامل شوي دي؛ مجازات کړي .
د ښځو چارو وزارت له ديني عالمانو، روښان فکرانو، مدني ټولنې او ملي رسنيو څخه غوښتنه کوي چې دعامه ذهنونونو په روښانولو کې هلې ځلې وکړي، ترڅو دښځو پرخلاف د جنايت مخه ونيول شى.
پاى مفج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته