امنیت

د بغلان خلکو د طالبانو پر خلاف پوځي عملياتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه

کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر
له دوو اوونيو راپدېخوا د پلخمري- سمنګانو لويه لاره د بغلان په نا امنو لارو بدله شوې ده.
وسله وال طالبان د پلخمري ښار په چشمه شير کې د پلټنې پوستې په جوړولو سره د دولتي وسايطو د تګ راتګ په مخنيوي سره، له موټرو په تېره بيا بار وړونکو موټرو څخه د حق العبور په نامه د غير قانوني پيسو پر اخيستلو اقدام کوي.
په پلخمري کې يو قومي مخور ګل محمد ميرزايي په چشمه شير ساحه کې د نا امنيو د زياتوالي علت چې د پوځيانو د شهادت سبب شوى دى؛ د طالبانو په وړاندې د دولت د چوپټيا زيږنده وبلله او زياته يې کړه چې له جېلونو څخه د بنديانو په خلاصون سره  اوس طالبان دومره زړور شوي دي چې غواړي د دولت له کوم اقدام پرته په لويو لارو کې د حق العبور په نامه د پيسو پر اخيستلو اقدام وکړي.
دغه قومي مخور له دولت څخه غواړي چې د طالبانو د ځپلو په خاطر له دفاعي حالته ووځي او يرغليز حالت غوره کړي.
په بغلان کې د مدني ټولنې فعال محمد رسول هباء په بغلان کې د وسله والو طالبانو دغه اقدامات د دولتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي او د هېواد له جېلونو څخه د وسله والو طالبانو د خلاصون زيږنده وبلله.
هغه د ملکي خلکو د سر د ساتنې له په پام کې نيولو سره د دقيقو او سنجول شويو عملياتو د ترسره کولو او د جګړې په ډګرونو کې د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.
ومو غوښتل په دغه ولايت کې د وروستيو نا امنيو د زياتوالي په اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ نظر واخلو، خو د دغې قومانداني وياند جاوېد بشارت په دې اړه د نظر له ورکولو څخه ډډه وکړه.
له بلې خوا، په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي محمد نسيم مدبر وويل چې د بغلان د بحراني حالت په پام کې نيولو سره، په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو ټول استازي هلې ځلې کوي يو جګپوړى پوځي پلاوى دغه ولايت ته راوغواړي چې هغوى د طالبانو د ځپلو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
ختم – ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته