ټولنه

له پلاستيک څخه دکار اخستنې دبندولو کمپاين پيل شو .

کابل باختر دوږي  ديارلسمه :
دژوندانه دچاپيريال ساتنې دخبريالانو شبکې پرون په کابل کې دپلاستيکو  دکارونې دبندولو کمپاين پيل شو .
  دباختراژانس دخبرله مخې،  په هغې غونډه کې چې دژوندانه د چاپيريال ساتنې خبريالانو په همدې مناسبت لرله دافغانستان ميديوتيک دادارې مسوول  حميد ځاځي دژوندانه دچاپيريال دککړتيا او دهغې دعواملو او ساتنې په اړوند خبرې وکړې او په اوسني حالت کې يې پلاستيک  داوبو ، خاورې او هوا دککړتيا ستر عالم وباله او زياته يې کړه چې ټولو کابل ښاريانو ته لازمه ده چې دکابل ښار دژوندانه دچاپيريال  ساتنې لپاره پلاستيک  ونه کاروي .
ځاځي  دپلاستيکو  دنه کارونې فرهنګ په رواجولو کې د رسنيو رول کليدي وباله او زياته يې کړه چې خبريالان دخبرونو ، رپوټونو او دتصويري پيغامونو په خپرولو سره کولاى شي په دې برخه کې خلکو ته معلومات ورکړي .
دغه راز په دې غونډه کې  دژوندانه  دچاپيريال ساتنې د ادارې دتجزيې او تحليل آمر بصير امين ، دهوا دککړتيا علتونو او دانسان په روغتيا اودژوندانه په چاپيريال دهغې داغيزو په اړوند او ادريس توخي تر ځمکې لاندې اوبو دککړتيا ،  دانسان  په روغتيا دهغې په لنډ مهالو اواوږد مهالو اغيزو ، دککړتيا دعواملو او دهغې دمخنيوي دلارو چارو په اړوند خبريالانو ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل .
  ختم- عطاالله = اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته