کابل باختر دثوردمياشتې ٢٨ :
شل کورنۍ نن د بغلان ولايت د خنجانو په ولسوالۍ کې د غره د يوې برخې د ښـوئيدنې په خاطر له خپلوکورونو څخه وتلو ته اړې شوې .
دخنجانو ولسوال عبدالعليم حيدري د باخترآژانس خبريال ته وويل: له پرون را په دې خوا د خنجانو ولسوالۍ د چندران په ساحه کې د غره يوه برخه ښوئيدلې ده او له هغه څخه سترې ډبرې ښکته رغړيږي او د دغې سيمې اوسيدونکي له خپلو کورونو څخه وتلي اوخوندي سيمو ته تللي دي .
حيدري زياته کــــړه: له دې پلوه د خنجانو _ سالنګ د لويې لارې يوه برخه هم په خطر کې ده.
ويل کيږي د احتمالي خطرونو د مخنيوى په مقصد د لازمو تدبيرونو د نيولو لپاره
د بغلان والي سلطان محمدعبادي او له پيښو سره د مبارزې د تياري د ملي ادارې رييس سيمه وکتله او اړوندو مسوولينو ته يې لازمې لارښوونې وکړې .
د يادونې وړ ده چې په دې پيښه کې تر اوسه پورې د سر زيان او مالي تاوان نه دى اوښتى.
0 1 دقیقه لوستل