امنیت

د کابل امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه امنیتي غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د زمري ١٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د کابل امنیتي وضعیت د ارزولو په خاطر غونډه جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د کابل ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د څرنګوالي راپور د وړاندې کولو ترڅنګ د ټاکنو او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزي جشن د امنیت د تامین لپاره د نیول شویو تدابيرو په اړه معلومات ورکړل.  
جمهورريیس غني په دې اړه وویل: د کابل ښار د امنیت ټینګښت زیات مهم دی او د خلکو اندېښنې او تشویشونه باید رفع شي.
غونډې د کابل ښار په درېو نقطو کې د تېرې شپې عملیات چې د داعش تروریستي ډلې څو مرکزونه پکې ویجاړ شول، مثبت وارزول. 
د هېواد جمهورريیس د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته لارښوونه وکړه، په دغو حساسو شرایطو کې دې په کابل او ټول هېواد کې دقیقې امنیتي برنامې جوړې او د دښمن د ځپلو، د ګواښونو د شنډولو، تروریستي بریدونو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د جشن جوړولو په درشل کې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره او دا چې د افغانستان حکومت د سولې نقشې د عملي کولو په حال کې دی، امنیتي پلانونه ولري او ذکر شوي ټکي دي، په جدي ډول په پام کې ونیسي. 
دغه راز یې یادونه وکړه: په دې وروستیو کې په هغو عملیاتو کې چې په ټول هېواد کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ترسره کړي، د طالبانو ډلې رهبرۍ درنې ضربې لیدلي دي.#پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته