کابل باختر د تلي دويمه
دپنجشير ولايت د خينج ولسوالۍ دچولي دکلي ددارالحفاظ د نوي ودانۍ دبنسټ ډبره نن کېښودل شوه .
دپنجشير ولايت دپوهنې رييس عبدالمقيم حليمي باختر اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ دپوهنې وزارت له بودجي څخه دڅه دپاسه سلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يوه پوړ کې جوړيږي يوه اړونده خبرځاى وويل دغه ودانۍ چې څه دپاسه څلور سوه تنه به پکې ځاي شي په دريو مياشتو کې جوړيږي اوګټې اخستنې ته وړاندې کېږي .
ويل کېږي چې همدا اوس دپنجشير ولايت په کچه درې دارالحفاظونه فعال دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ