خبرونهنړۍ

درېیمه روژه؛ اسرایلي ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی

نړۍ، د کب ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

د فلسطین وافا خبري اژانس د خبر له مخې، اسرایلي ځواکونو نن د روژې په درېیمه ورځ هم له سهار راهیسې د غزې بېلابېلې سیمې بمبارد کړي او ډېره مرګ ژوبله یې په دیرالبله کې اړولې، چې لسګونو کسانو ته رسېږي.

اشغالي سیمو کې هم اسرایلي ځواکونو پر عامو خلکو بریدونه کړي او لږ تر لږه څلور فلسطینیان یې شهیدان کړي دي.

غزه کې د اسرایلو د بریدونو له دوام سره هممهاله د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې استازي جوزېپ بورېل پر اسرایلو تور پورې کړی، چې غزه کې د خلکو له لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته