خبرونهروغتیا

د سپین بولدک ولسوالۍ د لابراتوارونو مرکز پرانیستل شو

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر   

د قندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د لابراتوارونو مرکز پرانیستل شو.

دغه مرکز د ملګروملتو سازمان د پرمختیايي ادارې په مرسته د ۲۸ زرو امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

له دې وړاندې ناروغانو په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ناروغیو د تشخیص لپاره له ستونزو سره مخ وو.

د قندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر اشرف نادري باختر آژانس ته وویل چې دغه لابراتوار په طبي وسایلو او پرمختللو دستګاوو سمبال شوی دی.

هغه وویل چې له دغه لابراتوار څخه په ګټې اخیستنې سره په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ناروغۍ تشخیص او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په ټولو برخوکې آسانتیا برابرېږي.

پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته