سیاست

دجمهوررئیس غني په مشرۍ دسولې مذاکره کوونکي پلاوي کاري غونډه جوړه شوه

کابل باختر دليندۍ د مياشتې١٩مه 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي کاري غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې جمهوررئیس غني د سولې د مذاکراتو د شیوې په اړه لارښود، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت برحقه اساسي کرښې او خپلې لارښوونې بیان کړې.
جمهوررئیس غني وویل، وړاندې شوی لارښود له خلکو سره د پراخو مشورو پایله ده چې د اتو میاشتو په ترڅ کې شوي.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او وې ویل، مذاکره کوونکی پلاوی د حکومت او خلکو ملاتړ له ځانه سره لري.
دغه راز د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د سولې اجماع لپاره په سیمه ییزو چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر داوودزي او ډاکټر فاروق وردګ هم د جمهوررئیس د لارښود مننه وکړه او وې ویل، دغه راسپارل شوی مهم مسوولیت به په خپلو ټولو هڅو په مسوولانه ډول پرځای کړو.#
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته