کابل / باختر د تلې دمياشتې ١٢ :
د وسله وال پوځ لـــوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم پرون د بدخشان ولايت
د دولتي ادارو او دولايتي شورا له يو شميرغړو ، مخورو او عالمانو سره وکتل.
د باخترآژانس د خبريال د خبر له مخې : جنرال شهيم د بدخشان خلکو ته ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونه د ډار اچوونکو له شتون څخه د بدخشان تر بشپړ پاکولو پورې خپلو چاڼيزو عملياتو ته دوام ورکوي او د وردوج ولسوالۍ به په نږدې راتلوونکې کې تصفيه شي .
دغه راز زر وګړني ځواکونه د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ په چوکاټ کې جذب شوي دي او خدمت ته به وګومارل شي .
دغه راز ده وويل : په بهارک ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونود سنګرونو دټينګښت په مقصد به دوه پوځي قطعې چې يوه يې ريزرفي قطعه او بله يې دکوماندو قطعه ده د فيض آباد په هوايي ډګر او د بهارک په ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شي.
1 1 دقیقه لوستل