کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان په لوګر ولايت کې د ملي امنيت د ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
د لوګر ولايت دمطبوعاتو د دفتر مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل: دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د هوني سيدان په کلي کې پرون مازيګر د وسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمې د پاکولو په موخه پوځي عمليات ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
ويل کيږي د ملي امنيت ځواکونه په دې ساحه کې د امنيت د تامينولو په موخه ګزمې کوي .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: د مخالفينو يو موټرسايکل ، يوه تومانچه، يوه مخابره او يولاسي بم هم د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
0 1 دقیقه لوستل