امنیت

تبصره

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥
له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي بنسټونو ته د امنيتي مسوليتونو د ليږدونې د بهير په پاى ته رسيدو سره د هيواد امنيتي او دفاعي بنسټونو د خپل هيواد او خلکو په وړاندې زيات مکلفيتونه په غاړه اخستي دي او دوى په هغه وخت وکولاى شي خپلې وجيبې او مکلفيتونه په سمه، مثبته او کارنده توګه ترسره کړي چې د چارو د ترسره کولو لپاره مخکې له مخکې پروګرام جوړ کړى وي او تياري ولري.
د باختر آژانس مبصر ليکى: له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي بنسټونو ته د امنيتي مسوليتونو د ليږدونې دبهير پاى ته رسيدل په هيوادکې په مستقلانه ډول د امنيتي دندو د ترسره کولو لپاره زمينه برابروي.
له دغه بهير سره د افغانستان د خلکو ملاتړ شته، ځکه دوى په افغان امنيتي ځواکونو دخپلو بچيانو په توګه باور او ايمان لري او په دې پوهيږي چې ددغو ځواکونو په شتون کې به د افغان کورنيو عزت او حيثيت وساتل شي. په داسې حال کې چې په تيرو وختوکې دبهرنيو ځواکونو له خوا د امنيتي او چاڼيزو ماموريتونو ترسره کول سخت وو.
دافغانستان خلک او دولت د امنيتي مسوليتونو دليږدونې په لور د يو ملي بهيرپه توګه ګوري او سخت علاقمند دي چې دغه بهير په مطلوب ډول ترسره کړي.
ددغه بهير په پاى ته رسيدو سره په افغان امنيتي ځواکونه د بهرنيو توطيو د شنډولو او په خپل هيوادکې د ثبات د اعاده کولو او د امنيت د تامينولو په خاطر دخپلو مبارزو نوى فصل ته داخل شي.
سره له دې چې افغان امنيتي ځواکونه په مستقل ډول د خپل هيواد د دفاع په خاطر درايت او انګيزه لري؛ خو دولت هم دهغو په وړاندې يو لړ مکلفيتونه لري چې بايد ترسره يې کړي. دکاري پروګرامونو جوړول او د ظرفيت جوړول هغه موارد دي چې بايد دولت د دفاعي او امنيتي بنسټونو په نسبت په پام کې ولري.
دغه راز دولت مکلف دى چې ددغو بنسټونو د منسوبينو اقتصادي ستونزې وڅيړي او حل يې کړي چې هغوى له انديښنې پرته خپلې دندې ترسره کړي.
دامنيتي مسوليتونو دليږدونې دبهير پاى ته رسول، په مستقل ډول دهيواد د دفاع پيل او بهرنيو تيريو او لاسوهنو په وړاندې دريدل يوه پياوړى، سمبال او باکفايته وسله وال پوځ ته اړتيا لري چې دافغانستان دولت هلې ځلې کوي داسې يو پوځ جوړ کړي. په داسې حال کې چې يو شمېر بهرنيو هيوادونو چې په تيرو دولسو کلونوکې يې په افغانستان کې شتون درلود؛ او اوس د وتلو لپاره تيارى نيسي. دخپلو ژمنو پرخلاف له افغان امنيتي بنسټونو سره د مرستې دوام يې له شرطونو سره يوځاى کړى دى.
په داسې حال کې چې د هيواد د وسله وال پوځ سمبالول او تمويلول هغه هم په اوسنيو پيچلو شرايطو او حالاتو کې يوه اړتيا ده.
دغه مسئله دافغانستان دولت ته خاص مبرميت لري، لکه څنګه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په دې وروستيو وختوکې له کورنيو منابعو څخه په ځان د ډډې لګولو په حالت کې د هيواد دامنيت د برخې دمحاربوي ورتياوو د ساتنې په باب يو حکم صادر کړ.
له دغه حکم سره سم په امنيتي سکټور پورې اړونده بنسټونه مکلف کړى شوي دي چې د مستقلانه دفاع په برخه کې مشخص امنيتي پروګرامونه تنظيم کړي ، خپل لومړيتوبونه طرحه کړي او په ستونزو د برياليتوب لاره په ډاګه کړي.
په اوسنيو شرايطوکې چې بهرنيو هيوادونو خپلې ژمنې او مرستې له شرايطو سره يو ځاى کړې دي؛ دولت هلې ځلې کوي چې دخپلو دفاعي او امنيتي ځواکونو د تمويلولو او سمبالولو لپاره نورې سرچينې پيدا کړي او هلې ځلې کيږي چې دغه بنسټونه زيات له کورنيو سرچينو څخه تمويل شي.
بايد وويل شي؛ يو شمېر هغه هيوادونه چې له افغانستان سره دوديزه دوستي لري؛ هم د هيواد په امنيتي بنسټونوکې د سمبالولو او ظرفيت جوړولو په نسبت په همکاري ژمن دي.
نو دکورنيو پلان جوړولو او له افغانانو سره په دوستۍ د ژمنو هيوادونو په شتون کې کولاى شو په ظرفيت او امکاناتو سره يو وسله وال پوځ جوړ کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته