کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د غلا په تور د ۱۰ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومنداندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان د ښار اړوند د ۱۱مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه ۶ تنه د موټرو، ۳ تنه له دوکانونو او یو تن د موبایلونو د غلا په تور نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې له نیول شویو کسانو سره ۳ موټر، ۲ تومانچې او ۳ زره امریکايي ډالر هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده، چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي وو.