امنیت

پوځيانو په قندهار کې د څو چاودنومخه ونيوله

٦- کابل /د سلواغې ١٠مه /باختر
افغان ځواکونو په قندهار کې د څو ماينونو په شنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله
د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې څه ناڅه ٢٩ ماينونه ځاى پرځاى شوې و چې نن سهار پوځيانو د خلکو په همکارۍ دغه ماينونه کشف اوشنډ کړل .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولوسره په ملکي وګړو خونړۍ بريدونه وکړي.
او د خلکو ترمنځ د ويرې او دار سبب شي .
د دغوماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په گن مېشتو لارو کې د بمونو او ماينونو په اېښودلو لاس پورې کوي چې ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
ختم_ ج_ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته