ټولنه

د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون پنځه تنه مقامات له کاره ګوښه شول

کابلباختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
د انتخاباتي شکايتونو کميسيون، د دغه کميسيون پنځه تنه لوړ رتبه مامورين له کاره ګوښه کړل.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د انتخاباتي شکايتونوکميسيون نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دارالانشا مسلکي مرستيال، د تحليل او څيړنې رئيس، د بشري منابعو رئيس، د اسناد او ارتباط آمر او د کميسيون د حاضرۍ مدير ګوښه کړاى شوي دي.
د بريښنايي حاضرۍ په دستګاه کې تزوير، د مالي او اداري معاونيت د سرپرستۍ په باب د جمهور رئيس د حکم په وړاندې تمرد، د کميسيون د اصلاحاتي پروګرامونو په وړاندې د خنډونو جوړول، د لوړ رتبه مامورينو له قانوني  اوامرو څخه نه اطاعت، د کميسيون  د پريکړو او تصميمونو په وړاندې مقاومت او تمرد، له دندې څخه تېښته، د کميسيون په ګروپي کارونوکې نه ګډون، د دارالانشا په چاروکې د ستونزو رامنځته کول، له اړوندې څانګې څخه د کميسيون د موظف هيئت د څيړنې مخنيوى او پرله پسې اداري سرغړونې د دغو پنځو تنو د ګوښه کولو دليلونه بلل شوي دي چې دغه بستونه به د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون له لارې آزادۍ سيالۍ ته وړاندې شي .
بايد وويل شي چې د هېواد جمهور رييس پرون د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رئيس هم له دندې کوښه کړ.
بايد وويل شي چې د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون د دارالانشا رئيس محمد علي ستيغ د کميسيون د غړو په نامه د ليک په ليږلو سره د دوى دغه تصميم د قانون پرخلاف بللى او هغه يې رد کړى دى.
پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته