امنیت

تخارکې دطالبانو بريد په شاوتمبول شو

تالقان/ / د غبرګولي ٣١ مه/ باختر
وسله والو طالبانو تيره شپه  په  تخار کې په امنيتي پوستو بريدونه  وکړل چې د پوځيانو له غبرګون سره مخامخ شول .
دتخار دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير باختراژانس ته وويل :  يوشمير وسله والو طالبانو  ددغه ولايت  دهزار سموچ ولسوالۍ  په قره تاش  او ايلتپوى کليو بريدونه وکړل چې دپوځيانو له سخت غبرګون سره مخامخ شول  او له سيمې څخه وتښتيدل.
اسير زياته کړه په دغو پيښو کې د وسله والو طالبانو د يوکليدي غړي قاري سعادت په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته