کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
دجوزجان ولايت په درز اب ولسوالۍ کې دجګړو اووچکالي له امله په اووه سوه زيانمنو شويو کورنيو نن خوراکي توکي وويشل شول .
دجوزجان ددرز اب ولسوال ذبيح الله زاهد باختراژانس ته وويل چې دهغې سروې له مخې چې دنړۍ دخوراکي توکودسازمان ددفترله خوا په هرې زيانمنو شويو کورنيو پنځوس کيلوګرامه اوړه ، پنځه کيلوغوړي ، پنځه کيلو ډال نخود ، مالګه اوبوره وويشل شوې .
زاهد زياته کړه ددغو مرستو ويشل تر دوو نورو مياشتو پورې به هم په دغو کورنيو دوام ولري .
ويل کېږي په درز اب ولسوالۍ کې دامنيت له تامينولو وروسته دالومړى ځل دى چې له جګړو څخه زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
ختم_ عطاالله_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ