خبرونهټولنهروغتیا

په کابل کې څه د پاسه ۱۲ ټنه خوسا شوې غوښه تشخيص او له منځه يوړل شوه

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل ښار کې د څه د پاسه ۱۲ ټنه خوسا شوې غوښې د تشخيص او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ۹مې ناحیې اړوند د صنعتي پارکونو سړک ته نږدې، څه باندې (۱۲) ټنه د مېښو، کبانو او ساسیچ خرابه شوې غوښه، چې د مصرف نېټه یې پای ته رسیدلې او د یوه وارداتي شرکت له لوري راوړل شوې وه؛ تر پېژندلو وروسته له منځه یوړل شوه.
په خبرپاڼه کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د خوراکي توکو د کنټرول آمر رحیم الله الکوزي له قوله ويل شوي، چې دغه غوښې چې د بسته بندۍ په بڼه له بهر څخه را وارد شوې وې، خرابه او د مصرف نېټه یې پای ته رسېدلې وه.
د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ منسوبينو څو ورځې وړاندې هم نږدې ۶ټنه د چرګانو خوسا شوې غوښه له منځه وړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته