کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر
د ملي دفاع وزارت په بریالیتوب سره د شهید سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د (لومبر برخې نخاعي تومور) عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د عصبي جراحي څانګې ډاکټرانو او متخصصینو د ډګروال رنځورمل محمد حسن صاحبي تر څارنې لاندې د(L4-L5) “Intradarol Extramedallory Tumor type memingioma” عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل.
د سرچینې د مالوماتو له مخې هغه ناروغ چې د دواړو پېښو (سفلیٰ برخې ) درد یې لرلو؛ د تجربه لرونکو ډاکټرانو لخوا د تومور په لرې کولو سره یې اوس روغتیایی حالت د قناعت وړ او مخ په ښه کیدو دی.
د یادونې وړ ده، چې د شهید سردار محمد داوود خان څلورسوه بستریز روغتون د خپلو مسلکي او متخصصو ډاکترانو، عصري طبي وسایلو او ماشینونو په درلودلو سره د ملي اسلامي اردو د منسوبینو پیچلي عملیات په منظم او دایمي ډول ترسره کوي.