کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :
د اساسي قانون پرتطبيق د څارنې خپلواک کميسيون په يوه فوق العاده غونډه کې له اساسي قانون سره سم په هېواد کې د سياسي ګوندونو فعاليتونه وڅيړل.
دباختر آژانس دخبرله مخې :
په دې غونډه کې طرحه شوه چې د اساسي قانون له ( ٣٥) مادې سره سم سياسي ګوندونه نه شي کولاى چې نظامي او پوځي ډوله تشکيلات او هدفونه ولري .
دغه را زپه غونډه کې څرګنده شوه: د سياسي ګوندونوله قانون سره سم له هغو مواردو څخه سرغړونکى چې د هېواد په قوانينوکې د ګوندونوپه باب اټکل شوي دي، منحل کيږي.
په همدې ترتيب د سياسي ګوندونو د قانون د ١٧ مادې له مخې وويل شول چې منحل شوي سياسي ګوندونه په هغه صورت کې چې په قوې لاس پورې کړي؛ منحل کيږي .
په دې غونډه کې د امنيت او عامه نظم تامينول د اساسي قانون د٧٥ مادې له صراحت سره سم د حکومت دنده وبلل شوه او ويې ويل شول چې د عدليې وزارت د ګوندونو د قانون له ١٨ مادې سره سم د ګوندونو فعاليت څيړي.
1 1 دقیقه لوستل