سیاست

د اوزبیکستان سیر دریا ولایت کې د اوبو بند د تخریب په اړه د جمهورريیس محمداشرف غني د تاثر څرګندول

کابل/ د غویي ١٦ مه / باختر
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې په اوزبیکستان کې د توپان او سخت باران له امله په سیر دریا ولایت کې د سردابه اوبو مخزن یوه برخه تخریب او د ۹۲۲ میلیون متر مکعب اوبو تقریبا ۳۰ سلنه وتلې دي چې په پایله کې یې د استوګنې سیمو، مواصلاتي شبکې او کرنیزو ځمکو ته زیات زیانونه اوښتي دي.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. 
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د دې هېواد د خلکو په استازیتوب د دغې ناوړه پېښې غم او درد کې له خپل دوست او ورور د اوزبیکستان جمهورريیس شوکت میرضیایف او د هغه هېواد خلکو سره ځان شریک بولم.
د افغانستان دولت او خلک ستاسو د دولت او خلکو ترڅنګ دي او زه بشپړ باور لرم چې ورور مې د اوزبیکستان جمهورريیس شوکت میرضیایف به په خپلې خردمندانه رهبرۍ دا طبیعي ناورین ډېر ژر مدیریت کړي.  پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته