ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا
دهندوستان هيواد له ليسانس څخه پورته دبورسونو هغو غوښتوونکو ته چې پخوايې دلوړو زده کړو وزارت دبهرنيو اړيکو په رياست کې نومونه ليکلي دي خبر ورکول کيږي چې ددغه رياست له غوښتنواوسپارښتنو سره سره يو شمير دغو غوښتوونکو اړوندې ازموينې ته دنوم ليکنې لپاره  خپل لازم تحصيلي سندونه نه دي بشپړ کړي ، له دې امله دازموينې دتيرولو لپاره په شرايطو برابر نه بلل  کيږي .
  دوخت له لنډ والي سر ه سره له دغو غوښتوونکو څخه چې لست يې دلوړو زده کړو وزارت په ويب سايت www.mohe.gov.af کې خپور شوى دى غوښتنه کيږي  چې سبا دروان کال دسلواغې دمياشتې په ٢٩نيټه ديکشنبې په ورځ دسندونو( ديپلوم ، ترانسکرپت او دتابعيت تذکره ) دبشپړولو لپاره دې مراجعه وکړي .
له دې پرته په ازموينه کې دګډون حق نه لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته