نړۍ

روسيې په اوکراين کې داوربند لپاره دامنيت شورا دوينا دصادرولو غوښتنه وکړه

مسکو ايرنا باختردزمري دمياشتې  ٣١ :
دروسيې دبهرنيو چارو  وزارت پرون ديوې وينا په خپرولو سره  داوکراين جنوب ختيځو سيمو ته دروسيې دانسان دوستانه مرستو دليږدونې په بهېرکې په اوکراين کې داروبند دټينګښت لپاره دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا ديوې  وينا  دصادرولو غوښتنه وکړه.
دايرنا خبري  آژانس دروسيې دبهرنيو چارو وزارت له  خولې  خبر راکړ:
په وينا کې  داوکراين له پولې څخه  دروسيې په انسان دوستانه مرستو بار دڅلورو لاريو موټرو  تيريدو په اشارې سره ويل شوي دي  چې داوکراين له ښکيلو لورو څخه دغه هېواد ته دروسيې دمرستو دليږدونې په وخت کې   داوربند دټينګښت بلنه ورکوو او امنيت شورا ته هم وړانديز کوو چې په دې اړوند دې يوه وينا صادره کړي.
دروسيې دبهرنيو چارو وزارت په  خپلې وينا کې داوکراين د جنوب او ختيځ دسيمو  له اوسيدونکوسره دانساني مرستو لپاره  دنړيوالې ټولنې دملاتړ هيله شوې ده .
دروسيې دبهرنيو چارو وزارت دخپلې وينا په پاى کې دمسکوله لورې دروسيې دمرستو دکاروان دامنيت تضمين ته  په اشارې سره  د اوکراين دحکومت او دپوځي مليشودډلو له خوا ددغه شان ضمانتونو دوړاندې کولوغوښتنه کړې ده.
روسيې دتيرې  چهارشنبې په ورځ  داوکراين دختيځ دجګړې ځپلو سيمو په اوسيدونکو دويشلو لپاره  دغه هېواد ته  دنږدې دوه زره ټنو انساني مرستو بار د  دوه سوه اتيا لاريو موتر په ګډون يو کاروان  واستاوه  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته