امنیت

په لوګر کې چاوديدونکي توکي اومهمات ترلاسه شول .

کابل باختر د وري  دوه ويشتمه :
امنيتي ځواکونو پرون مازيګر دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند دزرداد په کلي کې دهاوان له څلورو ماينونوسره يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل .
  دلوګر ولايت دهمغږۍ دمرکز قوماندانۍ باختراژانس ته خبرورکړ، وسله  والو طالبانو دغه چاوديدونکي توکي دتروريستي بريدونو په مقصد په يوه پټنځي  کې ځاى پرځاى کړي وو چې دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهير کې  کشف او ترلاسه شول.
دغه راز دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش   باختراژانس ته وويل چې پرون مازيګر وسله والو طالبانو دناټو دځواکونو دشنګ په کمپ څو توغندي  وتوغول چې دسرزيان يې نه درلود او دغه کمپ په وروستيو ورځو کې دويم ځل دى چې راکټي بريد پرې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته