سیاست

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل_باختر د تلې دمياشتې ٢٩ مه:
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او سرپرست ارشاد احمدي نن مازدیګر د خپل کار په دفتر کې په کابل کې میشت د آلمان فدرالي جمهوریت له سفیرمارتین ییګر سره تعارفي لیدنه وکړه.
د بهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
دواړو لوریو د بیلا بیلو موضوعګانو لکه د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټول ټاکنو د ترسره کولو، د امریکا متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک د لاسلیکولو په موخه د مشورتي لویې جرګې د جوړولو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او په کابل کې د آلمان سفارت د قونسلۍ څانګې د فعالیتونو د بیاپيلولو  په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د آلمان نوي ټاکل شوي سفیر ته په کابل کې د خپل ماموریت د بریالیتوب هیله وکړه، وې ویل: " د افغانستان خلک د تیرو پرله پسې کلونو په ترڅ کې په ځانګړې توګه په وروستۍ لسیزه کې د افغانستان د بیارغونې او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د آلمان مرستو ته د قدر په سترګه ګوري. مونږ ډاډمن یو چې په کابل کې د تاسې د ماموریت په لړ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ شته نږدې اړیکې او همکارۍ لا پياوړې او پراخې شي."
ییګر په افغانستان کې د سفیر په توګه د خپلې ټاکنې نه خوښي څرګنده کړه. نوموړي په کابل کې د آلمان سفارت د قونسلۍ څانګې د لنډ وخت لپاره د بندیدو په هکله وویل: " د آلماني چارواکو د پریکړې او د سفارت پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د راپورنو پر بنسټ، یواځې د سفارت د قونسلۍ د مراجعینو څانګه د یو څو ورځو لپاره رخصت شوې وه. سفیر او د سفارت نور کارکوونکي په بیلابیلو څانګو کې خپل کارونه روان ساتلي دي. ډاډ درکوو چې په برلین کې د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په مشوره به دغه څانګه بیا په خپل کار پیل وکړي او د مراجعینو پر مخ به خلاصه شی."
احمدي ډاډ ورکړ چې افغان امنیتي بنسټونه د ډیپلوماټیکو تاسیساتو د امنیت د ساتلو او د ډیپلوماټانو او د نړیوالو سازمانونو د کارکوونکو د فردي مصونیت د ساتلو بشپړ ظرفیت او وړتیا لری. احمدي وویل چې افغان دولت چمتو دی څو د آلمان سفارت او د دغه سفارت د کارکوونکو د امنیت او مصوونیت د ساتلو په موخه لا زیات اقدامات عملي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته