سیاست

د جمهوري رياست هيئت د غمشريکۍ په خاطر هرات ته رسيدلى دى

  کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٢  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست هيئت د هرات   ولايت  دوروستي تروريستي بريد دشهيدانو له  کورنيو سره دغمشريکۍ په مقصد دهرات ولايت  ته  رسيدلى دى.
د باخترآژانس دخبرله مخې ؛ په دې هيئت کې چې دامنيتي سکتورداصلاحاتو  په  چاروکې ددولت دوزير، سترامنيتي معين  او دملي دفاع دوزارت  او دملي  امنيت دلوى رياست  او دعالمانو او دروحانيونو دعالي شورا داستازوپه ګډون دبيلابيلوادارواستازې پکې شامل دي دشهيدانوله کورنيوسره وکتل اودجمهوري  رياست او د ملي امنيت د شورا د خواخوږۍ پيغامونه يې دشهيدانو پاتې کسانو اودهرات خلکو ته وړاندې کړل.
دهرات والي محمد اصف رحيمي له هيئت سره په کتنه کې وويل ؛ دښمنانو ډير ستر او نه بخښوونکي جنايت ترسره کړ دډاراچوونکو دځانمرګو بريدونواو ډزو له امله  ددوو ماشومانوپه ګډون نهه ويشت تنه شهيدان اوڅلور شپيته تنه نورټپيان شول  چې ديوشمير ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
دامنيتي سکتور داصلاحاتوپه چارو کې ددولت وزير جنرال خدايداد په دې کته کې  د جمهوري رياست دمقام  دډاډګيرنې اوخواخوږۍ مراتب اعلام کړل او ويې ويل چې دغه هيئت ددغه بريد بيلابيلو اړخونه څيړي .
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين جنرال مرادعلي مراد هم دغه بريد وغانده.
دهېواد دعالمانو  دعالي شورا استازي ددغه شان  تروريستي پيښو دمخنيوي
يوازينې لاره دخلکو همکاري وبلله  اودجمهوررئيس د خواخوږۍ او غمشريکۍ
دڅرګندونوله امله قدردانې وکړه.
دغه هيئت  دشهيدانو د جنازو دښخولو په مراسموکې  ګډون وکړ  او په روغتون کې  ددغې پيښې دټپيانو پوښتنه يې  هم وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته