ښوونه او روزنه

نجونو ته لومړنۍ ديني مدرسه جوړه شوه

کابل باخترد جوزا دمياشتي١ نيټه :

په قندهار ولايت کې دلومړۍ ځل لپاره نجونو ته ديني مدرسه جوړه شوه .

دمحمديه دديني مدرسي مديرمولوى محمدنسيم آخندزاده نن باختراژانس ته وويل دغه مدرسه دقندهار ښار دختيځ په  نهمه ناحيه کې موقعيت لري او همدا اوس په دې مدرسه کې درې سوه تنو نجونو ته ددولسو ښوونکو له خوا د ديني مضمونونو لوست ورکول کيږي .

دقندهار دولايتي شورا رييس حاجي حفيظ الله مجاهد  ددغي مدرسي  جوړول نحونو ته دديني علومو په زده کړه کې يوارزښتناک ګام وباله او ويي چې په دې مدرسه کې آن له لري پرتو کليو څخه هم نجونې کولاي شي دديني علومو دزده کړې لپاره شاملې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته