نړۍ

دالقاعده شبکي اتلس تنه ياغيان په يمن کې ووژل شول

صنعا دي نيوزانترنشنل دثور دمياشتي١٢ نيټه :

ديمن  دجنوب لودر ښارګوټې ته څيرمه  دسختو نښتو له امله څه ناڅه يوويشت تنه ووژل شول.

اتلس تنه وژل شوي کسان دالقاعده جګړه  ماران اودرې تنه  نور داردويو تن افسر اودوه تنه نور دحکومت پلوي قومې داوطلبان وو.

عيني شاهدانو وويل دغي جګړي چې پرون ونښته څو ساعته دوام وکړ او ديمن دهوايي ځواکونو الوتکو هم دلودر ښارګوتي دجنوب ختيځ په غرنيو سيمو کې دياغيانو سنګرونه بمباري کړل.

دالقاعده شبکي د ٢٠١٠   کال داګست په مياشت  کې ديمن دلودر ښارګټي ونيوه  خو داردو ځواکونو په پاى کې دغه سيمه له هغوي څخه بيرته ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته