سیاست

دنيکمرغه کوچني اختر په مناسبت دسولې دعالي شورا پيغام .

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه : دسولې عالي شورا دنيکمرغه کوچني اختر له امله دافغانستان ټول مسلمان او ستر ملت ته مبارکي وايي هيله لرو چې دروژې مبارکه مياشت په خير او عافيت سره تيره شوې وي او دټولو طاعتونو او عبادت دلوى خداى ( ج ) په دربار کې مقبول وګرځي . دافغانستان ديندار خلک په داسې حال کې نيکمرغه کوچنۍ اختر نمانځي چې دافغانستان دولت او افغان وسله والو طالبانو اوربند اعلام کړى دى . موږ دسولې په عالي شورا کې هيله لرو چې دغه اختر او داوربند اعلام داوربند دتمديد لپاره په دواړو لورو کې داعتماد دپيداکولو په لور يو ګام او هم د حکومت او دافغان طالبانو دتحريک ترمنځ دمستقيمو او مخامخو خبرو دپيل لپاره يو ګام وي او له خبرو او سولې پرته هيڅ بله لاره او هغه هم دسولې په بهير کې په شموليت سره چې رهبري اوواکمني يې دافغانستان په لاس کې وي جګړې د هيڅ لوري لپاره شتون نه لري . ټول په دې پوهيږو چې زموږ ستر ملت دسولې ټږي دى ، او دجګړې دبندولو او په هېواد کې دسولې او ثبات لپاره غږ يې يو موټي او متحد شوى دى . اوس ټولو ته لازمه ده چې دسولې دټينګښت لپاره دديني اووجداني مسووليت په توګه اوچت ګامونه واخلو . ددې هېواد خلک دسولې سفيران دي او غږ يې بايد ددرناوي او منلو وړ وګرځي . په هېواد کې دې ددايمي سولې په هيله ، يوځل بيا دينکمرغه کوچني اختر له امله ټولو ته مبارکي وايو . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته