سیاست

ډ اکتر رنګين دادفر سپنتا له خپل هندي سيال سره وکتل

کابل _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفرسپنتا  نن له غرمې مخکې  دهند جمهوريت  دملي امنيت له  سلاکار شيوشنکر مينون سره  دجمهوري رياست په ارګ کې وکتل .
  دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې  دهندوستان دملي امنيت سلاکار  دافغان امنيتي ځواکونو  دروزنې او سمبالولو ، په ملکي او نظامي برخو کې دتحصيلي بورسونو دبرابرولو ، بندونو او دښوونځيو دجوړولو او دنورو اوږدمهالو پروژو دعملي کولو په لاره کې دخپل هيواد دستراتيژيکي همکاريو ددوام  ژمنه  وکړه .
وروسته دافغانستان دملي امنيت  سلاکار له افغانستان سره  دنړيوالې ټولنې دمرستو ددوام، دافغان امنيتي ځواکونو دظرفيت دلوړولو دڅرنګوالې ، دليږدونې دبهير او دنورو سيمه ئيزو او دوه اړخيزو مسئلو په اړوند خبرې وکړي
ډاکتر رنګين دادفر سپنتا  په بيلابيلو برخو کې دافغانستان  دبرياليتوبونو  په يادونې سره   دهند جمهوريت  داغيزمنو مرستو له امله  قدرداني وکړه اوله هندي لوري څخه يې وغوښتل چې ددواړو هيوادونو  دخصوصي سکتور ترمنځ  داقتصادي پروژو  په پانګونه کې  دمشارکتونو د پرمختګ په لاره کې هندي پانګې اچوونکې  وهڅوي .
  دواړو لورو دافغانستان داسلامي جمهوريت  او دهند جمهوريت  ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دسند دعملي کولو په باب چې په ٢٠١١ کال کې ددواړو هيوادونو دجمهورو رييسانو ترمنځ  لاسليک شوي دي  په خپلو ژمنو باندې  ټينګار وکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته