سیاست

تبصره

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
ددښمن داټکل پرخلاف خلکو  دراي ورکونې په مرکزونوکې په پراخ شتون سره دافغانستان دخلکو دښمنان ډارن کړل .
دباختر اژانس مفسر  ليکي: له ځينو ستونزو سره سره دافغانستان  خلکودراى ورکونې  په مرکزونوکې په پراخ  شتون سره دخپل  نظر وړ نوماندانو ته راي ورکړي .
دراى ورکوونې دمرکزونو  او ځايونو په وړاندې دخلکو پراخې او اوږدې ليکي ددې حقيقت  څرګندوى دى چې دافغانستان خلک ددموکراسي په مولفو باور  لري او هڅه کوي چې د سياسي  ژبنيو  ، قبيلوي  او قومي ملحوظاتو په پام کې نيولو پرته  دغوره کسانو په انتخاب  سره دهېواد په ملي بهير کې دخپلې تصميم نيونې  کچه تثبيته کړي .
خلک په دې پوهيږي  چې دانتخاباتوپه بهيرکې په ګډون  او وړ اشخاصو ته دخپلې راى په ورکولو سره دقانون جوړونې او دحکومت دکړنې دڅارنې په بهير کې  دمثبت بدلون درامنځته کيدو سبب شي .
  په هرحال افغانستان په سختو شرايطو کې  دى اوپه دغه شان شرايطو کې له ناخوالو او نيمګړتياو څخه له خلاصو  انتخاباتو ترسره کول ناشوني کار دى .
خلک  بايد په دې پوه شي چې دغه انتخابات دافغانستان خلکو ته ډير مهم دي
دښمن له هرامکان څخه په ګټې اخستنې څخه هلې ځلې کوي چې دخلکو ذهنونه  مسموم  کړي  او په تحرکاتو سره په هېواد کې ددموکراسۍ  او ولسواکۍ دتحقق  مخه  ونيسي .
  کله چې خلک په هدفمند ډول په انتخاباتو کې ګډون کوي او خپلې رايې کاروي په خپلې رايې  سره په دښمن دتورې  ګوزار کوي او هغوى ډارن اولاپسې  ډارن کوي .
له دې امله  هېوادوالو دراى ورکونې  په مرکزونو او ځايونو  کې په پراخ ګډون سره دښمنان او دهغوى پلويان  سرټيټې  او خجالته کړل .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته