کابل باختر د مرغومي پنځمه :
په روزګان ولايت کې شپږ تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په خاص روزګان ولسوالۍ کې هغه وخت د امنيتي ځواکونو له خوا بريد وشو چې په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې يوه جګپوړي پوځي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ